لوړو زده کړو زوارت نن ورځ ۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه

pu_admin
Thu, Dec 12 2024 9:10 AM

لوړو زده کړو زوارت نن ورځ

۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه

لوړو زده کړو وزارت

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د پرېکړې پر بنسټ د (۱۱) خصوصي تحصیلي نهادونو جوازونه لغوه شول، یادو نهادونو علمي، تدریسي او اداري اصولو ته نه ژمنتیا، خیالي قراردادي استادانو شتون، د خیالي محصلینو درلودل، د اصولو مطابق د رهبرۍ او اداري کارکوونکو نه درلودل او یو لړ نورې مکررې سرغړونې د دې لامل شوې، چې جوازونه یې لغوه شول.

هرات پوهنتون

د هرات پوهنتون بېلابېلو پوهنځي د تحصیلي خدمتونو د کیفیت ښه والي او د اداري چارو اسانتیا په موخه په نویو تجهیزاتو سنبال شول، چې مانیټرونه، پروجکټورونه، پرنټرونه، میزونه، چوکۍ او المارۍ پکې شاملې دي.

فراه لوړو زده کړو مؤسسه

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کرنې پوهنځي محصلانو ته په ( کرنه کې د څېړنو اساسات او تجربوي طرحې له پروپوزل ليکنې څخه تر ډيټا اخيستنې ډولونو پورې) تر سرلیک لاندې پیل شوی ۲۲ ورځنی څېړنیز کورس پای ته ورسېد.

            د فراه لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو ته (د اسلام له نظره د والدينو او استاد مقام) اصلاحي سمينار وړاندې شو.

کندهار پوهنتون

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت په همکارۍ د کندهار ابراهیم النخعي ؒ جامعې استادانو او فاضلانو ته د تېزس او علمي څېړنې پیل شوی شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

نیمروز لوړو زده کړو مؤسسه

د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې شرعیاتو پوهنځي له لوري په لاره اچول شوې د مقاله لیکلو سیالۍ ممتاز محصلینو ته جایزې ورکړل شوې.

بامیان پوهنتون

بامیان پوهنتون کې علمي کنفرانس جوړ شو، چې د بامیان، غور او پکتیکا تحصیلي نهادونو استادانو له لوري پکې ۷ بېلابېلې علمي مقالې او څېړنیزې پایلې وړاندې شوې.

ننګرهار پوهنتون

د ننګرهار پوهنتون شاوخوا ۵۰ تنو اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې ورکشاپ جوړ شو.

پروان پوهنتون

پروان پوهنتون کې د (اسلام اعتقادي نظام) سيالۍ ازموينې چې د یاد پوهنتون د سلګونو تنو محصلينو په ګډون اخیستل شوې وه، پايلې اعلان او غوره ګډونوال یې په مادی او معنوي ډالیو ونازول شول.

لغمان پوهنتون

د لغمان پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو غزني پوهنتون ته پیل کړي دري ورځني علمي سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه د لیدني ترڅنګ، د غزني ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست، تاریخي ځایونو او آبداتو څخه لیدنه وکړه.

بلخ پوهنتون

په بلخ پوهنتون کې يو شمېر اداري او خدماتي کارکوونکي، چې د دعوت ارشاد آمريت په درسونو کې وتیا ښودلې وه، د یاد آمریت له لوري په ستاينليکونو ونازول شول.

Latest news

Wed, Jan 15 2025 2:07 PM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د بېلا بېلو برخو او څانګو آمرینو ته د پرمختللې رهبري تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

پکتیا پوهنتون کې  د بېلا بېلو برخو او څانګو آمرینو ته د پرمختللې رهبري تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال، رجب المرجب میاشتې په ۱۴مه، پکتیا پوهنتون کې . . .

Wed, Jan 15 2025 12:04 PM
Background image

.دپکتیاپوهنتون په داخل کې د یوباب دوه اطاقه کانتین قرارداد د اعلان په اړه

دپکتیاپوهنتون په داخل کې د یوباب دوه اطاقه کانتین قرارداد د اعلان په اړه.

پکتیاپوهنتون اداره غواړي د مراجیعینو د سهولت او د افغانستان اسلامي امارت عوایدو لوړیدو په موخه د ياد پوهنتون. . .

Sat, Dec 28 2024 2:13 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

پکتیا پوهنتون طب پوهنځي  د لومړي ځل لپاره په لاندې ذکر شوې څانګه کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

طب پوهنځي:

 اور. . .

BACK TO NEWS