لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۲۲مه، پنجشنبه

pu_admin
Sat, Dec 14 2024 2:55 PM

لوړو زده کړو وزارت نن ورځ

۱۴۰۳ هـ.ش، د لیندۍ ۲۲مه، پنجشنبه

کندهار پوهنتون

د کندهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ممتاز، خلاق او نوښتګر محصلان د ېوې شاندارې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

هرات پوهنتون

د هرات پوهنتون او د غالب خصوصي پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د هرات پوهنتون اداره او عامه پالیسي پوهنځي فرهنګي کمېټې او د نظم او ډسپلین کمېټې د علمي چاپیریال د پاک ساتلو په موخه په یادو پوهنځيو کې د پاکۍ عمومي حشر ترسره کړ.

فراه لوړو زده کړو مؤسسه

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو ته د مشوره ورکوونې مرکز له لوري (په ازموینه کې د اندېښنې او اضطراب مديريت) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو.

پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو معاونیت اړوند عمومي کتابتون مسؤلینو له لوري د غزني تخنیکي پوهنتون د کتابتون مسؤلینو ته څلور ورځنی ورکشاپ دایر شو.

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري د کیفیت ارزونې د پایلو شریکولو په موخه ناسته ترسره شوه.

نیمروز لوړو زده کړو مؤسسه

په نیمروز لوړو زده کړو مؤسسه کې د یادې مؤسسې استادانو ته د علمي څېړنو اساساتو په اړه سیمینار جوړ شو.

ننګرهار پوهنتون

ننګرهار پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې وړاندې پیل شوې وې، د انجنیري پوهنځي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

Latest news

Sat, May 17 2025 10:28 AM
Background image

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د. . .

Thu, May 15 2025 9:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

کتیا پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالیزم څانګې بېلا بېلو ټولګیو محصلانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

BACK TO NEWS