نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۰ ه ل کال د سلواغې په ۱۴ مه نېټه

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 1:57 PM
c

نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۰ ه ل کال د سلواغې په ۱۴ مه نېټه

د پکتیا پوهنتون اداري او مالي چارو معاونیت ته سیف الله محمدي د لوړو زده کړو وزارت په وړانديز او د رياست الوزری د منظوری پر اساس د نوي مرستیال په توګه معارفي شو.

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ښاغلی محمدي د پکتیا پوهنتون مرستیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته ور معرفي کړ، او هغه ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او همدارنګه يې د پخواني اداري مرستيال محمدالله ګرديزي د خدمتونو او نيک شخصيت قدرداني وکړه۔

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، استاد سیف الله محمدي ته د مبارکي تر څنګ نوموړی یو پر کار پوه او تجربه کار شخص یاد کړ.

بل خوا د اداري او مالي چارو معاونیت لپاره تازه ټاکل شوي، مرستیال سیف الله محمدي د پکتیا پوهنتون له رهبري څخه په مننې سره وویل هڅه به وکړي، چې د الله ج په مرسته ټول ورسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه شان سره ترسره کړي.

پکتیا پوهنتون عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS