پکتیا پوهنتون ته د نویو بریالي شویو محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

pu_admin
aa

پکتیا پوهنتون ته د نویو بریالي شویو محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

۱- ټاکل شوې ده چې راتلونکې شبنه چې د 1401 / 1 / 6نیټې سره سمون لري د نویو بریالیو(عمومي، اختصاصي او شپې پوهنځیو) محصلانو نوم لېکنه پيل شي ټولو درنو بریالیو محصلانو څخه هیله لرو چې د مهالوېش سره سم د پکتیا پوهنتون ته حاضر شي.

۲- د نارېنه محصلانو نوم لېکنه به د حمل میاشتې 6 نیټې څخه پيل کیږي د همدې میاشتې تر ۱۴ نیټې به د ذکر شوي مهالویش مطابق دوام کوي .

نوټ : د پکتیا پوهنتون ټولو پوهنځیو ښځېنه محصلانو نوم لېکنه به د حمل میاشتې په ۱۵، ۱۶ ، ۱۷ ، ۱۸ نېټه تر سره کیږي چې په یاده نېټه به هیڅ نارېنه محصل لپاره نوم لېکنه نه تر سره کیږي، درانه محصلان دې خبر وي .

د نوم لیکنې ځای : پکتیا پوهنتون عمومي تالار

نوم لیکنې لپاره اړین اسناد

1: د محصل اصل تذکره او د تذکرې دوه رنګه کاپۍ.

2: څلور قطعې رنګه عکسونه .

3: د کانکور ID نمبر

د نوم لیکنې په ورځ باید خپله شخص حاضر وي.

پکتیا پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest announcements

Sat, Jan 20 2024 12:54 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا

د پکتیا پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا

د پکتیا پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۲ هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ  په کچه علمي کادر ته اړتیا لري

انجنیري پوهنځی:

  . . .

Tue, Sep 05 2023 2:13 PM
Background image

خبرتیا

پکتيا پوهنتون د انجنیري پوهنځي سېول او مهندسي څانګو او د کرنې پوهنځي اړوند د اګرانومي څانګې خالي کادري بستونو نوماندانو ته خبر ورکول کيږي، چې په کادر کې د شمولیت په موخه یې د بهرنۍ ژبې . . .

Wed, Aug 09 2023 8:55 AM
Background image

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا

د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس خبرتیا!

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوېشتمې پېړۍ له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کیږي او په نړیواله کچه هیوادونه او ملتونه غواړي له یوه غوره اقتصاد څخه چې . . .

Back to announcements