پکتیا پوهنتون د (۹) میلیونه افغانیو پر ارزښت الکترونیکي وسایل د یوه قرارداد له مخې خریداري کړل.

pu_admin
Tue, Dec 17 2024 11:07 AM
23

پکتیا پوهنتون د (۹)  میلیونه افغانیو پر ارزښت  الکترونیکي وسایل د یوه قرارداد له مخې خریداري کړل.

سه شنبه د ۱۴۴۶ کال جمادی الثاني میاشتې په ۱۵مه، پکتیا پوهنتون د (۹) میلیونه افغانیو په ارزښت  الکترونیکي وسایل چې لپټاپ  او ډېسک ټاپ کمپيوټرونه، پرینټرونه، LCD  سکرینونه،  سونډ سیستم، امنیتي کامرې او د مالوماتي ټکنالوژي اړوند وسایل پکې شامل دي، د یوه قرارداد له مخې خریداري کړل.

د پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال سیف الله محمدي  پر خبره د الکترونیکي وسایلو له دې خریداري سره به یې د الکترونیکي وسایلو په برخه کې د پوهنتون شته ستونزې تر ډېره حل او اداري چارې به یې ورسره لا چټکې او ګړندۍ شي.

د یادونې وړ دی، چې تر دې وړاندې هم پوهنتون د میلینونو افغانیو پر ارزښت فارنیچر چې چوکۍ، میزونه، المارۍ، کوچونه، سټېجونه او ځیني نور د اړتیا وړ توکي پکې شامل و خریداري کړل.

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS