.پکتیا پوهنتون کې تیره ورځ د مقالې لیکنې تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار دایر شوی وو

pu_admin
Wed, Feb 03 2021 10:46 AM
PDC

پکتیا پوهنتون کې تیره ورځ د مقالې لیکنې تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار دایر شوی وو.

1399/10/30 سه شنبه

دا سیمینار، چې د پکتیا پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز (PDC) دفتر کې پر مخ وړل کیده، د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو پېل شو. ورپسې د ښه راغلاست او سر وینا د پکتیا پوهنتون رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي لخوا تر سره شوه، نوموړي د یاد سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ وویل، چې پکتیا پوهنتون د څېړنو آمر پوهنیار خانزاد ګل ځاځي او (PDC) آمر پوهنیار سرور شهاب دا نوښت، چې دا ډول سیمینارونه دایروي د ستایلو وړ بولو، ښاغلي جلالزي د مقالې لیکنې په اړه وویل: معیاري مقالې د پکتیا پوهنتون او هېواد لپاره هغه څېړنپوهان چې د مالوماتو او څېړنو په برخو کې کار کوي خورا لوړ ارزښت لري؛ همدارنګه نوموړي د یاد سیمینار وړاندې کوونکي ښاغلي پوهنوال هدایت الله سالاري څخه هم ځانګړې مننه وکړه. ښاغلي جلالزي له لوړ رتبه استادانو او هغه استادانو چې په ځینو برخو کې نوي معلومات لري غوښتنه وکړه چې د سیمینارونو له لارې د زده کړو له مینه والو سره شریک کړي.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستیال خپله وېنا ګډونوالو ته وړاندې کړه، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې څیړنې او علمي تحقیقات د علمي او اکاډمیکو ادارو د کار او کړنو یوه عمده برخه او د پوهنتونونو اساسي موضوع ګڼل کیږي، همدارنګه د هر علمي کادر د مکلفیتونو یو لوی سهم تشکیلوي، پر همدې بنسټ په دې برخه کې مهارتونو لوړول او د تجربو تر لاسه کول او ورباندې ځان پوهول د هر علمي کادر اساسي دنده او مسوولیت دی، ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د څیړنو عمومي مدیریت، د مسلکي پرمختیا مرکز آمرین او د علمي څیړنو کمېټې څخه د مننې تر څنګ، ګډونوالو د یاد ورکشاپ د دایرولو دلایل وړاندې کړل او د نورو علمي سیمینارو، کنفرانسونو، ورکشاپونو، علمي څیړنې او د هغو قسمونه، پروپوزل لیکنې، د پوهنتون د علمي مجلې د نوې تګلارې او ( OBE-SCL) ټرېنینګ په نږدې راتلونکي کې د دایرولو ژمنه وکړه، او له ګډونوالو څخه یې هیله څرګند کړه، تر څو له دې فرصت څخه بشپړه ګټه پورته او په خپلو ورځنیو چارو کې یې عملي کړي.

وروسته ښاغلي سالاري سیمینار له ګډونوالو سره شریک کړ چې دوه ورځې یې دوام وکړ. په یاد سمینارکې د پکتیا پوهنتون استادانو او مسؤلینو سربیره د زم زم لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

سیمینار د تصدیق پاڼو او ستاینلیکونو په وېش او دعایې ویلو پای ته ورسید.

د یو پرمختللي سوکاله افغانستان د لیدو په هیله.

 

Latest news

Sat, Jan 20 2024 1:12 PM
Background image

۱۴۴۵ هـ. ق کال، رجب المرجب، ۸ مه، پکتیا پوهنتون

۱۴۴۵ هـ. ق کال، رجب المرجب، ۸ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه پیل شوه.
د مـــــدارسو دغه کلنۍ ازموینې چې پکتیا کې یې د پکتیا. . .

Sat, Jan 20 2024 1:05 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت یوه درې کسیز هیئت د پکتیا پوهنتون اړوند انجنیري پوهنځي له لابراتوار څخه د ارزونې په موخه ليدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت یوه درې کسیز هیئت د پکتیا پوهنتون اړوند انجنیري پوهنځي له لابراتوار څخه د ارزونې په موخه ليدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د راغلي هیئت د سفر او ارزونې موخه. . .

Sat, Jan 20 2024 1:01 PM
Background image

نوماند پوهنیار مولوي نعمت الله همت د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د نوي مرستیال په توګه ور وپېژندل شو.

نوماند پوهنیار مولوي نعمت الله همت د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د نوي مرستیال په توګه ور وپېژندل شو.

نن یکشنبه د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم له لوري نوماند. . .

BACK TO NEWS