پکتیا پوهنتون کې د محصلانو ترمنځ د ورور ولۍ ترنامه لاندې د فوټسال ټورنمنټ فائنل لوبه ترسره شوه.

pu_admin
Wed, Dec 11 2024 1:12 PM
a

پکتیا پوهنتون کې د محصلانو ترمنځ د ورور ولۍ ترنامه لاندې د فوټسال ټورنمنټ فائنل لوبه ترسره شوه.

۱۴۴۶/۶/۷ پکتیا پوهنتون کې د محصلانو ترمنځ د ورور ولۍ ترنامه لاندې د فوټسال ټورنمنټ فائنل لوبه ترسره شوه.

نوموړی ټورنمنټ د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امريت له لوري د ۱۰ پوهنځیو لوبډلو  ترمنځ په لاره اچول شوی وو، چې موخه يې د محصلانو ترمنځ صمميت او همغږي وه.

د ياد ټورنمنټ پای لوبه د انجينرۍ پوهنځي لوبډلې د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې په مقابل کې ترسره شوه، چې انجينرۍ پوهنځي لوبډله وتوانيده ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې ته د ۹ پر ۳ ګولونو تفضل ماتې ورکړه. او انجينرۍ پوهنځي لوبډله د ټورنمنټ اتله لوبډله ونومول شوه.

د محصلانو چارو مرستيال آصف الرحمن خپلواک او د سپورټ کميټې مسؤلينو له لوري د ټورنمنټ غوره لوبغاړي، غوره ګول ساتونکي او غوره ګول وهوونکو لوبغاړو ته جوائز ورکړل شول.

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS