د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.
د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.
دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، جمادي الثاني میاشتې په ۱۴مه، د پکتیا پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.
ناسته کې چې د پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت، د پوهنځيو رئیسانو، د پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنمل محمدي خان محمدي او د کمېټې نور غړو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
وروسته د تضمین کیفیت په دغې نوبتي ناسته کې پر یو شمېر موضوعاتو لکه د کیفیت لوړاوي د ډېټابیس پر جوړښت، د ځانې ارزونې پر راپور لیکلو، پنځه کلنۍ بیا کتنې او د بهرنۍ ارزونې پر بیا کتنه ځانګړي پریزینټېشنونه ارایه شول.