د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۸ مه، پکتیا پوهنتون
تېره ورځ د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه په هغه نندارتون کې برخه درلوده، چې د پکتیا پوهنتون اړوند بېلابېلو پوهنځیو محصلینو لخوا پکې په لاس جوړ شوي توکي، د استادانو تالیف او ژباړل شوي چاپي اثار نندارې ته ایښودل شوي وه.
ښاغلي خیرخواه د زده کړیالانو وړتیا وستایله او ورته یې په راتلونکي کې د لا بریا هیله څرګنده کړه.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت