د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۵ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، حمل ۱۵ مه، پکتیا پوهنتون
دوشنبه د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس ډاکټر عبدالوهاب حکمت او د پکتیا کرنې ریاست د رئیس مولوي عبدالرؤف سعید ترمنځ د همکاري په موخه ګډه ناسته د کرنې ریاست په مقام کې تر سره شوه.
په دغه ناسته کې چې د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل محمد امین احمدزي هم برخه درلوده، د دواړو ادارو پر علمي او تخنیکي غښتلتیا، کرنیزو طرحو ، تحقیقاتو ، مسلکي اشخاصو پر روزنه او ګمارنه بحث وشو.
وروسته کې دواړو لوریو پر قوي عزم او غښتلې اراده یو بل سره د همکاري او کار کولو ډاډ ورکړ.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت