د ۱۴۰۱ کال، کب دوهمه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د نصــاب کمېټـــې ناسته ددې پوهنتون د علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي تر رهبري لاندې وشوه.
ناسته چې د محصلانو چارو مرستیال سربېره یې د نصاب کمېټې غړي ګډونوال وو، له معمول ســره سم د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه. وروسته د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د کمېټې له غړو استادانو څخه مننه وکړه، چې تل یې پر خپل وخت چارو او دندو ته رسیده ګي کړې.
ناسته پر ازاد بحث او یو شمېر لازمو پرېکړو لکه د نصاب لپاره د فرعي کمېټو ایجاد، غړو ترمنځ د دندو پر وېش او کاري طرزالعمل پر جوړښت سره پای ته ورسېده.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت