د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي څخه لسګونه هلکان او انجونې محصلین فــــارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په دې مناسبت د پکتیا پوهنـــتون ناستو په تالار کې جوړو شوو مراسـمو ته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه، مرستیال والي او د بېلا بېلو دولتي او غیر دولتي ادارو مسؤلین هم راغلي و.
لومړی د پکتیا پوهنــــــتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده راغلو میلمنو ته ښه راغلاست او فارغ التحصیل محصلینو او د هـــغوی کــورنیو ته يې مبارکي وویله، نوموړي فارغ محـصلین مخاطــب کـــړل او ورته یې وویل چې ستـــــاسو پر اوږو یو دروند مسؤلیت چې هغه د ټولنې خدمت دی در له غاړې شو.
پوهـــنتون رئیس د علم او پوهې پر ارزښــــت مفصلې خبرې وکړې، هغه ځوانان تعلـــیم او پوهې ته وهڅول او د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه یې هیله وکړه، چې د پوهنتون په چارو کې ورسره همکاري لا زیاته کړي.
لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه د محصــــــــلینو پر فراغت غونډه کې د خبرو پر مهال هیله وښوده، چـــې ژر به ټول افغانان ښځې او نارینه د تعلیم له مساوي حقونو څخه برخمن شي.
علمي معین په پوهنتونونو کې د تشکیل ستونزې د ژر حل ترڅنګ د تحصیلي نصاب د بشپړې اصلاح ډاډ هم ورکړ او په دې برخه کې یې د ټولو پوهنتونونو له استادانو د مرستې او همکاري غوښتنه وکړه.
د پکتیا مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور مسلکي کادرونه د هیواد راتلونکي یاد کړل او په وینا یې هغه وخت به مو هیواد له بشپړې خپلواکۍ څخه برخمن شي، چې ځوان قشر مو د علم او پوهې پر ګاڼه سمبال شي، تر څو د نورو له احتیاج څخه خلاص او پر ځان بسیا هیواد ولرو.
د یادونــــې وړ ده، چې د پکتیا پوهنـــــتون له طب پوهنځي څخه په دولسمه دوره کې ۱۰۸ تنه انجــونې او هلکان فارغ او ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې شول.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت