۱۴۴۵/۶/۲۰ پکتيا پوهنتون
۱۴۴۵/۶/۲۰ پکتيا پوهنتون
د لوړو زده کړو وزارت یوه درې کسیز هیئت د مفتي محمد سعید مدني په مشرۍ د مسلکي پراختیا مرکز څخه د څارنې په موخه پکتیا پوهنتون ته سفر کړی.
د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم راغلي هیئت ته د ښه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ له هغوئ څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې پکتیا پوهنتون ته یې د مسلکي پراختیا مرکز د ارزونې او څارنې په موخه سفر کړی.
د یادونې وړ دی، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه د مسلکي پراختیا مرکز د ارزونې په موخه راغلی هئیت به ددې مرکز کړنې او فعالیتونه وګوري او د فعالیتونو د لا پراختیا په موخه به د مسؤلینو نظرونه هم له ځان سره واخلي.
|