د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې سره سمون لري، د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ګډو همکاریو دغه هوکړه لیک چې د پکتیا پوهنتون په ریاست مقام کې د پکتیا پوهنتون د رئیس شیخ الحدیث مولوي صاحب صفت الله حقاني او د کاتب خصوصي پوهنتون رئیس پوهنیار علی احمد یوسفي ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې دواړه لوري یو د بل له علمي تجاربو، لابراتوارونو او کتابتونونو څخه لازمه استفاده او ګټه پورته کوي.
د دغه ګډ هوکړه لیک له مخې به د دواړو علمي او تحصیلي بنسټونو ترمنځ د څېړنو د پراختیا، کیفیت لوړونې، علمي تجربو د تبادلې او د علمي کادر د ګومارنې په برخو کې اغېزناکه همکاریو ته زمينه مساعده شي
