د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۱۲ مه، پکتیا پوهنتون
د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۱۲ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهـــــنتون کې د پکتیا پوهنتون او لوګر لوړو زده کړو مؤسسې خــالي عـلمي کادري بستونو ته د ناستو په تالار کې کادري ازموینه واخیستل شوه.
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده نوماندانو ته د شفـــافیت ډاډ ورکړ او په خبره یې کادري یا مســـــلکي ازموینه له نورو ازموینو سره ډېر توپیر لري، نو ځکــــه یې د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې پر شفافیت او د کاندیدانو تر منځ پر عدالت ټینګار کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنتون او لوګر لوړو زده کړو مـؤسسې شــپږو خالي عــلمي کــادري بســتونو ته له ۲۵ تنو نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت