د هلمند پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید په مشرۍ ددې پوهنتون کاري ډلې چې د بېلا بېلو برخو آمرینو او نورو اداري کارمندانو یې ملتیا کوله د پکتیا پوهنتون څخه لېدنه وکړه.

د هلمند پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید په مشرۍ ددې پوهنتون کاري ډلې چې د بېلا بېلو برخو آمرینو او نورو اداري کارمندانو یې ملتیا کوله د پکتیا پوهنتون څخه لېدنه وکړه.
شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال محرم الحرام میاشتې ۹مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له ۱۴مې، سره سمون لري، د هلمند پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید په مشرۍ ددې پوهنتون کاري ډلې چې د بېلا بېلو برخو آمرینو او نورو اداري کارمندانو یې ملتیا کوله د پکتیا پوهنتون څخه لېدنه وکړه.
د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د هلمند پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید په مشرۍ ددې پوهنتون کاري ډلې ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له یاد پوهنتون سره له خپله اړخه د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ څرګند کړ.
د یادونې وړ دی، چې د دغه علمي سفر پر مهال د دواړو پوهنتونونو د اداري کارمندانو ترمنځ خپلې کاري تجربې شریکې او په راتلونکي کې د دا ډول علمي سفرونو دائرېدل خورا اړین وګڼل شول.