د پکتیا قدرمن والي هغه (۱۱۱) جلده کتابونه چې د ماموریت په اوږدو کې يې اخيستې او يا چا ورته ډالۍ کړي ول پکتیا پوهنتون ته ډالۍ کړل

pu_admin
Wed, Jul 14 2021 11:30 AM
l

د پکتیا قدرمن والي هغه (۱۱۱) جلده کتابونه چې د ماموریت په اوږدو کې يې اخيستې او يا چا ورته ډالۍ کړي ول پکتیا پوهنتون ته ډالۍ کړل.

شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰

د پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فدایي (۱۱۱) جلده هغه کتابونه چې د خپل شاوخوا یوه کلن ماموریت په اوږدو کې یې اخيستی او يا چا ورته ډالۍ کړي و، پکتیا پوهنتون ته د پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور سید ولي جلالزي په لاس وسپارل، څو د پکتیا پوهنتون رهبري، استادان او زده کړیالان ترېنه تلپاتې معنوي ګټه واخلي.

ياد کتابونه یې د ولایتي شورا درانه رئیس او محترمو غړو، د ادارو قدرمنو رئيسانو، درنو قومي مشرانو او مخورو سره د ماښامنۍ ډوډۍ خوړلو او د خدای په امانۍ د مراسمو په ترڅ کې ډالۍ کړل.

په دې مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا ارشد سلاکار محترم وزیر امان الله خان ځدراڼ، د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد ځاځی او غړي، د علماوو شورا رئيس مولوي عبدالغفور، د ولايت مقام سلاکار قاري خواجه الدين حق بيان، ادارو مسولینو، قومي مشرانو او ځوانانو هم ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې د پکتیا والي ښاغلي محمدحلیم فدایي په خپل یو کلن ماموریت کې د پوهنتون سره په مختلفو برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، چې ښه بېلګه یې د پوهنتون د منځ سړکونو پروژه چې 19.5 میلیونه افغانۍ مصرف به پرې کیږي، د پوهنتون په نوې ځمکه کې د جوړشوي کرونا روغتون سپارل پوهنتون ته چې د طب پوهنځي کادري روغتون په توګه به ترې ګټه پورته کیږي، او همدې ته ورته د سرسبزي په برخه کې پوهنتون ته د مرستو راجلبول، د روانو پروژو د ښه تطبیق په برخه کې هر اړخیزه همکاري، د استادان او مامورینو د نمرو په برخه کې بې سارې هلې ځلې کړي دي.

د پکتیا پوهنتون رهبري، استادان او مامورین ورڅخه د زړه له تله مننه کوي او په راتلونکي کې ورته د هېواد په ابادۍ کې د لا ډېرو خدمتونو هیله کوي.

هر چېرې چې یاست ښاد، اباد اوسې او د ژوند په ورځنیو چارو کې بر یا درته غواړو.

اداره

 

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS