د پکتیا پوهنتون اړوند ښوونې او روزنې پوهنځي له لوري د نصاب ارزونې او کاریکولم د سمون په موخه د اړوند ادارو له مسؤلینو او محصلانو سره ګډه ناسته وشوه.

pu_admin
Mon, Apr 28 2025 12:09 PM
kh

د پکتیا پوهنتون اړوند ښوونې او روزنې پوهنځي له لوري د نصاب ارزونې او کاریکولم د سمون په موخه د اړوند ادارو له مسؤلینو او محصلانو سره ګډه ناسته وشوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې په ۲۹مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال د ثور میاشتې له ۷مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون اړوند ښوونې او روزنې پوهنځي له لوري د نصاب ارزونې او  کاریکولم د سمون په موخه د اړوند ادارو له مسؤلینو او محصلانو سره ګډه ناسته وشوه.

لومړی د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د ګډې ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره د ښوونې او روزنې پوهنځي د نصاب ارزونې او سمون په موخه  د ګډې ناستې برخوال دي.

وروسته د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنیار سیف الله مسلم د پکتیا پوهنتون اړوند ښوونې او روزنې پوهنځي پر نصاب او کاریکولم ترتیب کړی سمینار ارایه او د ګډونوالو پوښتنو ته یې لازم ځوابونه ورکړل.

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS