د ۱۴۰۰ کال، سلواغې ۴ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Thu, Mar 03 2022 1:18 AM
as

د ۱۴۰۰ کال، سلواغې ۴ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده وايي، زده کړه د ټولو مسلم حق دی او د اسلامي امارت لخوا د پوهنتونونو ځنډولو څخه موخه دا وه، چې مصؤن چاپېریال برابر شي، انجوني او هلکان په ډاډه زړه خپلو زده کړو ته بغیر له کوم ډار او وېرې څخه ادامه ورکړي.

د پوهنتون رئیس هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې اسلامي امارت په پوهنتونونو کې انجونو ته د زده کړې اجازه نه ورکوي او یا له دې موضوع سره فکري اختلاف لري.

نوموړي نن چهارشنبه له استادانو سره په یوه ناسته کې وویل پکتیا پوهنتون به په نږدې راتلونکي کې د سیمې په کچه یو پوهنتون واوسیږي.

د هغه په خبره د پکتیا پوهنتون له رهبري شورا سره په ګډه کار کوي او لومړیتوب یې د کادري روغتون فعالول او نیمګړو پروژو تکمیل دی، چې د لوړو زده کړو وزارت سره یې په دې اړه سلا مشورې روانې دي.

د عامه اړیکو او نشراتو لوی مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS