د ۱۴۰۱ کال، حمل ۲۴ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Apr 25 2022 10:22 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، حمل ۲۴ مه، پکتیا پوهنتون

نن چهارشنبه په پکتیا پوهنتــــــون کې د جـــــنبوب ختیځ زون پوهــنتونونو او لوړو زده کړو مــــــوسسو خالي کادري بستونو ته له ۲۵۰ تنو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

د پکتــــیا پوهنــــتون رئیس پوهنمـــل عبیـدالله اخندزاده د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې دا ازمویــــــنې به پوره شفـــافیت ولري او هیڅکله به د احمد او محمود خبره پکې تکرار نشي، بلکې بریا به هغه څوک ترلاسه کوي، چې وړتیا ولري.

ورپسې د پکتیا پوهنتون علمي مرســـــتیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د ازمـــینې ټول اصول او شرایط د ازموینې ګډونوالو ته بیان کړل.

د یادونې وړ بولو چې ازمویـــــــنه په ارامه فضـا کې پای ته ورســېده او ګډونوال هم له ازمــــــــوینې څخه پوره خوښ ښکاریدل.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS