د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Jun 29 2022 7:29 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، چنګاښ ۶ مه، پکتیا پوهنتون
کار اهل کار ته د سپارلو په پار پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د پکتیا پوهــــــنتون او لوګر لوړو زده کړو مؤسسې خالي علمـــي کادري بستــــــونو ته د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.
لومړی د پکتیا پوهنتــــــون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده نومانـدانو ته د شفافیت ډاډ ورکړ او په خبره یې څومره چې کولای شـــــــــــئ، په پوره اطمینان او ډاډ سره خپله ازموینه ورکړئ.
ورپــــــسې د پکتیا پوهنتون علـــمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي  نومـــاندانو ته د ازموینې پروسیجر تشریح کړ او هــغوی ته یې په ازموینه کې د بریا هیله څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنـــتون او لوګر لوړو زده کړو مـــــــؤسسې شپږو خــالي علمي کادري بســـتونو ته له ۳۰ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS