د ۱۴۰۲ کال، جوزا ۲۱ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Jun 13 2023 10:53 AM

د ۱۴۰۲ کال، جوزا ۲۱ مه، پکتیا پوهنتون
اداري ناسته د دې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر مشرۍ لاندې تېره ورځ دائره شوه.
ناسته کې چې د بېلابېلو شعبو او پوهنځیو اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
ورپـسې د مالي او اداري چارو مــــرستیال سیف الله محمدي د ناستې ګـډونوالو ته د ښه راغلاست او هر کلي ویلو ترڅنګ له هغوی څخه مننه وکړه، چــــــې له مصروفیتونو سره سره بیا هم اداري ناسته کې برخه لري.
ښاغلي محمدي په چــــــارو او دندو کې د نوښتونو رامنځته کول، چې پر اساس یې خدامات په لا غوره بڼه وړاندي شي، خورا ګټور وبلل.
وروسته ناسته کې پر یو شمېر موضوعاتو لکه: په ادارو کې د کار قانون او طرزالعملونو شتون، د اسنادو د خوندي ساتلو په منظور د عمومي ارشیف جوړول، د انټرنیټ تنظیم کول او یو شمېر نورو مسائلو بحث وشو او د ځینو مسائلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS