د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۳ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Aug 23 2022 9:04 AM
a

د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۳ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د پوهنې ریاست اړوند سلګونو اداري او د ښوونکو بستونو ته د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
په دې اړه د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې جوړو شویو مراسمو ته لومړی د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د ناستې ګډونوالو او له مرکز څخه د کانکور راغلي ټېم ته د ښه راغلاست وینا وکړه.
ورپسې د پکتیا اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوي محمد صابر فاروقي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاست پر دندو وظایفو مفصلې خبرې وکړې.
همدارنګه له مرکز څخه د راغلي کانکور ټېم رئیس پوهنیار لطف الرحمن حقمل د کانکور عمومي کمېټې پر لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو رڼا واچوله.
د یادونې وړ ده، چې د پکتیا پوهنې ریاست اړوند ۶۱۰ خالي بستونو ته د جذب په موخه له ۱۷۰۰ تنو ذکور او اناثو څخه د ازموینې ملي ادارې له لوري د کانکور ازموینه اخیستل کیږي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS