پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت د پوهنتون له رهبري سره د خپل سفر وروستۍ ناسته وکړه.

pu_admin
Mon, Oct 13 2025 10:18 AM
asdfgf

پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت د پوهنتون له رهبري سره د خپل سفر وروستۍ ناسته وکړه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۲۰)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۲۱)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت د پوهنتون له رهبري سره د خپل سفر وروستۍ ناسته وکړه.

د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت د سفر په وروستۍ ورځ د پوهنتون د رهبري چارې او فعالیتونه وستایل او مننه یې وکړه، چې د څو ورځني سفر پر مهال ورسره د پوهنتون رهبري او ټول ټېم یې پوره همغږي درلوده.

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي هیئت همدارنګه د کیفیت لوړاوي په برخه کې یو شمېر پېشنهادات او سپارښتنې هم د پوهنتون له رهبري سره شریکې کړې.

وروسته ګډه ناسته کې د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي له راغلي هیئت څخه د زړه له تله مننه وکړه او ورته یې کور ودانی وویلو، چې پکتیا پوهنتون ته یې د کیفیت لوړاوي چارو د ارزونې په موخه سفر کړی و او دلته یې پوهنتون کې څو ورځنۍ ارزونه هم ترسره کړه.

Latest news

Mon, Oct 13 2025 10:18 AM
Background image

پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت د پوهنتون له رهبري سره د خپل سفر وروستۍ ناسته وکړه.

پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت د پوهنتون له رهبري سره د خپل سفر وروستۍ ناسته وکړه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۲۰)مه. . .

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS