ښه خبر د لومړي ځل لپاره پکتیا پوهنتون کې د علمي کادر جذب په موخه کادري ازموینه واخیستل شوه

pu_admin
Wed, Jul 14 2021 10:43 AM
e

ښه خبر!

د لومړي ځل لپاره پکتیا پوهنتون کې د علمي کادر جذب په موخه کادري ازموینه واخیستل شوه .

د نیکمرغه تیره ورځ دوشنبه د غبرګولې په ٢٤ مه پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې یو خالي کادري بست ازموینه په داسې حال کې په شفافه توګه او بریا سره واخیستل شوه، چې د پوهنتون رییس ښاغلي پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي، د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور عبدالله احمدي، د محصلانو چارو مرستیال نقیب الله ځاځي د پوهنتون د ګمارنې او علمي ترفیعاتو کمیټې غړو ، اړوند پوهنځي رییس، څانګې آمر او د ازموینې لپاره ټاکلي شوي ژوري هییت غړو پکې ګډون درلود .

د ناسې په پیل کې د پوهنتون رییس ښاغلي دوکتور سیدولي جلالزي په خپل خطاب کې ددې لاسته راوړنې او د پوهنتون د معیاري کیدو د دغه ستر ګام په پورته کولو سره خوښې څرګنده کړه. نوموړي په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ازموینې د شفافیت او کار اهل کار ته د سپارلو په برخه کې لازمې او جدي سپارښتنې وکړې. همدارنګه نوماندانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د ازموینې پروسه به په تمامه معنی په شفافه توګه پر مخ وړل کیږي څو ددغه شفافیت له مخې پکتیا پوهنتون ددې باور تر لاسه کړي، چې د هېواد نورو پوهنتونونو سره هم د علمي کادر غړیو جذب او کادري ازموینې اخیستنې په برخه کې د لازمو مرستو په اساس وړ او اهل کادرونه جذب کړي.

د ناستې په دویمه برخه کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال د خپلې وینا په پیل کې وویل، چې پخوا پکتیا پوهنتون پدې برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ وو، چې د علمي کادر غړو ګمارنې به یې کلونه کلونه وخت نیوه او د پوهنتون چارې به تل له خنډ او ځنډ سره مخ وې. وروسته ښاغلي احمدي له لورې د ازموینې پر پروسیجر رڼا واچول شوه او نوماندانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو د علمي کادر غړو د جذب لایحې ټولو موادو ته په پام سره به ازموینه او پاتې نورې چارې په پوره دقت او روڼتیا سره پر مخ وړل کیږي.

د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو د علمي کادر غړیو د جذب لایحې او د پوهنتون داخلي طرزالمعل په اساس د نوماندانو د ازموینې لړۍ په پوره شفافیت سره پیل او بریا سره پای ته ورسیده .

دا په داسې حال کې ده ، چې پکتیا پوهنتون رهبري او ټول کاري ټیم ژمنه کوي ، چې د ازموینې پایلې به په پوره شفافیت سره اعلانیږي او هر هغه نوماند به په یاد بست کې د علمي کادر د غړي په توکه ګمارل کیږي، چې زیار او زخمت یې ګاللی وي

 

Latest news

Mon, Aug 08 2022 3:29 PM
Background image

د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۱۰مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۱۰مه، پکتیا پوهنتون لکه څــرنګه چـــې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د محرم الحرام میاشتې لسمه د اهل تشیع هیوادوالو لخوا په ځانګړو مراسمو نمانځل کیږي. نو پر. . .

Wed, Aug 03 2022 11:00 AM
Background image

د ۱۴۰۱ کال، زمري ۱۰ مه، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، زمري ۱۰ مه، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون او التقوا خصوصي لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکاریو یو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو. د همکاریو دغه هوکړه لیک چې د پکتیا پوهنتون رئیس. . .

Mon, Jul 25 2022 1:27 PM
Background image

د ۱۴۰۱ کال، زمري لومړۍ، پکتیا پوهنتون

د ۱۴۰۱ کال، زمري لومړۍ، پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیـف الرحمن روهي د ۱۴۰۱ تحصیلي کال د پسرلني سمستر له ازموینو څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS