۱۴۴۵ هـ. ق کال، رجب المرجب، ۸ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sat, Jan 20 2024 1:12 PM
aa

۱۴۴۵ هـ. ق کال، رجب المرجب، ۸ مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه پیل شوه.
د مـــــدارسو دغه کلنۍ ازموینې چې پکتیا کې یې د پکتیا پوهنتون، تخصصاتو ریاســت او پکتیا پوهنې ریاست له لوري جوړه شوې ګډه کمېټه اخلي، د مدارسو شا اوخوا 400 تنه طالب العلمان پکې ګډونوال دي.
په دې مناسبت جوړ شوي مراسم چې د مرکز کابل څخه د راغلي هیئت ســـربېره پکې د پکتیا علماؤ شورا غړو، د پکتیا تخصصاتو ریاست رئیس شیخ صیب محمد اکبر فضلــــــــــــي، د پکتیا ولایت پـــــوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالـــــد، د پکتیا پوهنتون محصلانو چـــارو مرستیال مولوي نعمت الله همت، د رسنیو استازو او د ازموینې ګډونوالو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پکتیا ولایت پوهنـــــــې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد راغلي هیئت او د ازموینې ګډونوالو ته ښه راغلاست او هر کلی وویلو او ګډونوالو ته یې په ازموینو کې د بشــــپړ شفافیت ډاډ ورکړ.
ورپسې د مرکز څخه د راغلي هیئت غړو هم په خپلو خبرو کې د ازمـــــــــــوینې پر شفافیت او روڼتیا مالومات د ازموینې له ګډونوالو سره شریک کړل.
  د یادونې وړ دی، چې د مدارسو له طالب العلمانو څخه دغه کلنۍ ازموینې به شپږ ورځې دوام وکړي او له ترتیب شوي مهال وېش سره سم  به په اړوند مضمونونو کې اخیستل کیږي.

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

 

Latest news

Sun, Mar 16 2025 1:21 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، رمضان میاشتې په ۱۶مه، د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

ناسته کې چې د. . .

Sun, Mar 16 2025 1:16 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون سرسبزي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون  سرسبزي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

شنبه د ۱۴۴۶ کال، رمضان میاشتې ۱۵مه، د پکتیا پوهنتون د سرسبزي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون مالي او اداري چارو. . .

Mon, Mar 10 2025 1:57 PM
Background image

د لوړو زده کړو وزارت څخه د علمي اثارو او مونوګراف لیکلو سلګونه ټوکه لارښودونه پکتیا پوهنتون ته راوړل شول.

د لوړو زده کړو وزارت څخه د علمي اثارو او مونوګراف لیکلو سلګونه ټوکه لارښودونه پکتیا پوهنتون ته راوړل شول.

د لوړو زده کړو وزارت د تالیف، ترجمې او څېړنې ریاست له لوري شپږ لارښودونه چې (د. . .

BACK TO NEWS