ډیپارټمنټونه 

اداره او تشبثاتو ډیپارټمنټ

اداره او تشبثاتو څانګه

د ادارې او تشبثاتو څانګه په ۱۳۹۲ ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه. اوسمهال په نوموړې څانګه کې شپږ تنه استادان په تدریس او ۲۹۶ تنه محصلان په زده کړو بوخت دي. د ادارې او تشبثاتو له څانګې څخه تر دې مهاله ۲۰۳ تنه فارغ شوي دي.  

لر لید

د ادارې او تشبثاتو څانګه به په ملي کچه د کاروباري ادارې او مدیریتي پوهې په رامنځته کولو او خپرولو کې یو مخکښه زده کړیزه اداره وي. 

ماموریت

اداره او تشبثاتو څانګه، کاروباري او مدیریتي پوهه د تدریس او څېړنې په واسطه پدې شکل پراخه او خپروي چې د خصوصي او عامه سکتورونو د ودې لپاره مرستندویه واقع شي.  

مالی او بانکی ډیپارټمنټ

مالي او بانکي څانګه

مالي او بانکي څانګه په ۱۳۹۴ ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه. اوسمهال په نوموړې څانګه کې پنځه تنه استادان په تدریس او (۲۸۲) محصلان په زده کړو بوخت دي. مالي او بانکي څانګې څخه تر اوسمهاله ۲۰۸ تنه فارغ شوي دي.  

لر لید

مالي‌ او بانکي څانګه به په ملي کچه د مالي او بانکي پوهې په را منځته کولو کې یوه مخکښه زده کړیزه اداره وي.

ماموریت

مالي او بانکي څانګه، مالي او بانکي پوهه د تدریس او څېړنې په واسطه پدې شکل پراخه او خپروي چې د خصوصي او عامه سکتورونو د ودې لپاره مرستندویه واقع شي.