پکتیا پوهنتون کې د زون په سطحه د پکتیا دیني جامعې، پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو ته د څېړنې میتودولوژي، مقاله لېکنې او پروپوزل لیکنې څلور ورځنی ورکشاپ دائر شو.

pu_admin
Sun, Feb 23 2025 2:31 PM
mato

پکتیا پوهنتون کې د زون په سطحه د پکتیا دیني جامعې، پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو ته د څېړنې میتودولوژي، مقاله لېکنې او پروپوزل لیکنې څلور ورځنی ورکشاپ دائر شو.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، شعبان میاشتې په ۲۴مه، پکتیا پوهنتون کې د زون په سطحه د پکتیا دیني جامعې، پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو ته د څېړنې میتودولوژي، مقاله لېکنې او پروپوزل لیکنې څلور ورځنی ورکشاپ دائر شو.

د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ورکشاپ برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو.

ښاغلي حمدي همدارنګه د خبرو پر مهال د علمي څېړنو پر ارزښت او اهمیت هم خبرې وکړې، هغه څېړنه د عباداتو یوه برخه یاده کړه، خو چې موخه یې د ټولنې بهبود وي.

ورپسې د پکتیا د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د دائر شوي څلور ورځني ورکشاپ پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او استادان یې پکې فعال ګډون ته وهڅول.

ښاغلي حکمت څېړنه د ژوند اړتیا یاده کړه، د هغه پر خبره هره برخه کې څېړنه ضرور دی، پر همدې اساس دوی هڅه کوي، څو استادانو ته دا ډول برنامي دائري کړي، چې له کبله یې هغوئ څېړنې ته وهڅوي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم د ټرېنر استادانو له لوري د پریزینټېشنونو لړۍ پیل شو.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS