انګليسي ژبې ډېپارټمنټ

 انګليسي ژبې څانګه

تاریخچه:

انګلیسي ژبې او ادب څانګه د پکتیا پوهنتون  ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې په۱۳۹۲ ل کال کې په فعالیت پیل وکړ.  د څانګې لوموړی مشر پوهنیار ګل عالم عالم چې له ۱۳۹۲ څخه ۱۳۹۵ ل کال پورې د څانګې کارونه په مخ وړل، له هغه ورسته پوهنمل سیف الرحمن روهي د څانګې مشر وټاکل شوچې له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۰۴۱ کال پورېې د څانګې مسؤلیت تر سره کړ.  

انګلیسي څانګه په دوه برخو (فري سرویس او داخل خدمت) کې زدکړیالان روزي چې  تر ۱۳۹۷ ل کال پورې یې په دریو دورو کې  ۱۳۰ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه د لیسانس په درجه وړاندې کړي.

د انګلیسي څانګې تعلیمي نصاب او ښوونیز پروګرام د اسلام د سپیڅلي دین له بنسټونو، د هیواد پالنې پاک حس په ساتلو، په علمي معیارونو برابر، د افغاني ټولنې د اړتیاوو له مخې رامنځته شوی.

د دې څانګې په تعلیمې نصاب کې درې ډوله مضامین (اختصاصي، مسلکي او عمومې) ځای پر ځای شوي دي، چې تدریس او زده کړه یې د څانګې زده کړیالانو لپاره اړینه ده. د نوموړې څانګې فعالیتونه په  اته سمسترونو کې په منظمه توګه ترتیب کړي. د څانګې درسونه په عملي او نظري توګه تدریس کیږي.  

ژبه د بشري پوهنو، فنونو او هنرونو د زده کړې بنسټیزه وسیله ده. پوهه، مهارت او تجربې د همدې وسیلې پر بنسټ په لیکلي او شفاهي ډول نورو ته لیږدول کیږي. انګیسي ژبه  د ټیکنالوژي او نړیواله علمې ژبه ده چې تدریس یې په ښوونځیو، د ښوونکو روزنې عالي مرکزونو، لوړو زده کړو مؤسسو  او پوهنتونونو کې مهم او ارزښتناک رول لري.

ښوونکی د ښوونځي د زده کونکو په ښوونه او رزونه کې ټاکونکی رول لري، له همدې امله د زده کړې عملیه تر ډیرې اندازې پورې د ښوونې د وړتیا او سویې په درجې پورې اړه لري. په همدې موخه چې د هیواد، د لومړنیو، ثانوي او عالي ښوونځیو له پاره مو په اختصاصي، مسلکي او عمومي زده کړو سمبال ښوونکي ټولنې ته په واک کې ورکړي وي.

 

لرلید:

انګلیسي څانګه په پلان کې لري چې د سیمې په سطحه د علم او پوهې په یو ستر مرکز بدل شي. یاده څانګه محصلینو ته د نړیوال معیاري پروګرام په وسیله  د نړیوال علمې مرکز د غړيتوب احساس ورکوي. 

 

رسالت:

انګلیسي څانګه د رهبري، مسلکي پرمختګ له پاره ښوونيزه میتودولوژي، په مسلکې توګه د انګلیسي ژبې زده کړه، د انګلیسي ژبې او ادب د تدریس، اسلامي او ټولنیز کلتور سره سم رسالت ترتیب کړي. نوموړې څانګه د نوښتګر علمې برنامو، سیمنارونو او تحقیقي پروژو له لارې علمي پوهې ته پراختیا ورکوي.

د انګلیسي ژبې او اد ب څانګې د استادانو شهرت

ګڼه

د تحصیل درجه

تحصیل رشته

د پلار نوم

نوم

 

د څانګې آمر

۱۴۰۱-

۰۰۹۳۷۶۶۷۰۷۰۲۷

ماستر

ژبپوهنه

عبدالحمید

پوهنمل سیدالرحمن سیال

۱

د څانګې د ویم آمر ۱۳۹۵-۱۴۰۱

۰۰۹۳۷۹۹۵۳۳۳۵۶

Saif.rohi@pu.edu.af

Saif.rohiafg@gmail.com

ماستر

نړیوال ادبیات

عبدالرحمن

پوهنمل سیف الرحمن روهي

۲

 

۰۰۹۳۷۷۴۳۲۷۳۳۰

ماستر

نړیوال ادبیات

وکیل

پوهنیار بلال وزیري

۳

 

۰۰۹۳۷۷۷۵۵۸۹۷۰

ماستر

TESOL

عبدالواحد

پوهنیار سیف الله مسلم

۴

 

له دندې په ۱۳۹۸ ل کال کې استعفا ورکړې

ماستر

نړیوال ادبیات

عبدالواحد

پوهنیار عبدالبصیر زماني

۵

 

وفات

ماستر

TESOL

سرورخان

پوهنمل شهزاد ګل احمدزی

۶

د څانګې لومړی آمر ۱۳۹۲-۱۳۹۵

تقاعد

لیسانس

انګلیسي ژبه او ادب

میر عالم

پوهنیار ګل عالم عالم

۷