د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
محترم شیخ صاحب د پوهنتون مسؤلینو ته د یادو پروژو د معیاري بشپړولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې پکتیا پوهنتون کې اوسمهال د څه باندې ۶۷ میلیونه افغانیو پر ارزښت د یو محراب مسجد او د لیلیې دوه شپږ پوړیزو ودانیو پاتې چارو پروژې رواني دي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸هـ.ق، د صفرالمظفر ۷مه
۱۴۰۵هـ.ش کال، د سرطان ۳۱مه
