د محصلانوچارو د مرستيال لنډ ژوند لیک

 

 

 

 

پوهنمل محمد نعيم وصال

استاد پوهنمل محمد نعیم وصال د پکتیا ولايت احمد ابا ولسوالي اړوند مچلغو سيمه کې په ۱۳۶۶ کال، د حوت میاشتې په دېرشمه نېټه په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. خپلې لومړنۍ زده کړې يې د کوزې پښتونخوا پېښور سره نږدي شمشتو سیمې په حضرت بن سعد رض عالي لېسه کې په ۱۳۸۴ م کال کې سرته رسولې دي. وروسته يې ليسانس زده کړې په ۱۳۸۹ کال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې بشپړې کړې دي.

وروسته بیا، نوموړی په  ۱۳۹۶ م کال د کابل پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې د ماسټري زده کړو په پروګرام کې شامل او د ۱۳۹۷ کال په اخېر کې يې د (د ژبې د تدريس ميتودولوژي) تر عنوان لاندې خپل تېزس دفاع او ماسټري زده کړې  يې پای ته رسولې دي.

علمي او څېړنيز آثار: ښاغلی محمد نعيم وصال د ماسټري تېزس ترڅنګ يوه علمي اثر (د کره کتنې د ډولونو شننه) تر عنوان لاندې یو لیکلی علمي اثر لري. د دې څنګ په معتبرو ملي او نړیوالو ژورنالونو کې خپرې شوې څېړنیزې مقالې لري او څو نور علمي اثار یې عملاً تر کار لاندې دي. له چاپ شويو اثارو سربېره یې په بېلابېلو علمي او څېړنیزو سيمنارونو، ورکشاپونو او علمي- فرهنګي ناستو کې ګډون هم کړی دی.  

تر سره کړې دندې او اکاډمیک مسئولیتونه: محمد نعیم وصال د ماسټري کچې لوړو زده کړو او پوهنمل علمي رتبې په لرلو سره دا مهال د پکتیا پوهنتون د زده کړيالانو چارو مرستیال په توګه رسمي دنده پرمخ وړي. نوموړي په ۱۳۹۱ کال د تلې په ۲۴ نېټه د پکتیا پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګه کې د  علمي کادر په توګه تقرر حاصل کړی او تر دې وړاندې یې د پوهنتون د دفتر عمومي مدير په توګه هم کار کړی دی. له دې سر بېره، نوموړي د ښوونې او روزنې پوهنځي دکیفیت لوړولو (تضمین کیفیت) د مسئول په حیث هم دنده تر سره کړې او تر څنګ یې د پوهنتون، پوهنځي او څانګې په کچه په علمي، څېړنیزو او فرهنګي کمېټو کې هم غړیتوب درلود.  نوموړي په دې موده کې دوه ځلې د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې آمر هم پاتې شوی دی.

د محصلانو چارو مرستيال