د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۸:۲۴

د ۱۴۰۱ کال، جوزا ۳۰ مه، پکتیا پوهنتون
دوشنبه د پکتیا پوهنتون په ریاست مقام کې د علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.
ناسته د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبری لاندې٬ چې علمي مرستیــــال پوهنمل سیـــف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محــمدي، پوهنځیو رئيسانو او استادانو پکې ګـډون درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارک ایاتونه وشو.
ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمـل عبیدالله اخندزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د درسونو په ښه ډول جریان خوښي وښوده.
پوهنتون رئیس د قلم علمي مجلـــــې په اړه وویل: چې هڅه کوي تر څو دغه علــــــمي مجله له لا ډېر اعتبار څخه برخمنه کړي.
علمي مرستیال پوهنـــــمل سیف الرحمن روهي هـــم د خپلو خـــــبرو پر مهـــال د کیفیـــت لوړونې په مــــوخه یو شمـــېر مـوضوعات مطــرح کــــــــړل او په خبره یې د چارو د ښه تر سراوي لپاره یو له بل سره همغږي مهمه ده.
وروسته ناسته کې د علمي شورا د غړو ترمنـــــځ پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت ،انفکاک، د ځینو ډيپارټمنټو د چارو پر انسجــــام او په اجنډا کې شاملــو نـــورو مــوضوعاتو بحث وشو او د ځینـــو مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

 شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۱۳مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۶
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۷مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې دوهمه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، د. . .

BACK TO NEWS