د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۳:۵۰
a

د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۷ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون له طب پوهنځي څخه لسګونه هلکان او انجونې محصلین فــــارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په دې مناسبت د پکتیا پوهنـــتون ناستو په تالار کې جوړو شوو مراسـمو ته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه،  مرستیال والي او د بېلا بېلو دولتي او غیر دولتي ادارو مسؤلین هم  راغلي و.
لومړی د پکتیا پوهنــــــتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده راغلو میلمنو ته ښه راغلاست او فارغ التحصیل محصلینو او د هـــغوی کــورنیو ته يې مبارکي وویله، نوموړي فارغ محـصلین مخاطــب کـــړل او ورته یې وویل چې ستـــــاسو پر اوږو یو دروند مسؤلیت چې هغه د ټولنې خدمت دی در له غاړې شو.
پوهـــنتون رئیس د علم او پوهې پر ارزښــــت مفصلې خبرې وکړې، هغه ځوانان تعلـــیم او پوهې ته وهڅول او د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه یې هیله وکړه، چې د پوهنتون په چارو کې ورسره همکاري لا زیاته کړي.
لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه د محصــــــــلینو پر فراغت غونډه کې د خبرو پر مهال هیله وښوده،  چـــې ژر به ټول افغانان ښځې او نارینه د تعلیم له مساوي حقونو څخه برخمن شي.
علمي معین په پوهنتونونو کې د تشکیل ستونزې د ژر حل ترڅنګ د تحصیلي نصاب د بشپړې اصلاح ډاډ هم ورکړ او په دې برخه کې یې د ټولو پوهنتونونو له استادانو د مرستې او همکاري غوښتنه وکړه.
د پکتیا مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور مسلکي کادرونه د هیواد راتلونکي یاد کړل او په وینا یې هغه وخت به مو هیواد له بشپړې خپلواکۍ څخه برخمن شي،  چې ځوان قشر مو د علم او پوهې پر ګاڼه سمبال شي، تر څو د نورو له احتیاج څخه خلاص او پر ځان بسیا هیواد ولرو.
د یادونــــې وړ ده،  چې د پکتیا پوهنـــــتون له طب پوهنځي څخه په دولسمه دوره کې ۱۰۸ تنه انجــونې او هلکان فارغ او ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې شول.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۲
Background image

د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون په کوربتوب د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې او پکتیا پوهنې ریاست پر ګډه همغږي د امارتي او خصوصي ښوونځیو استادانو ته یو ورځنی سمینار دائر شو.
دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۱۶
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو چارو آمریت له لوري د نهه ګونو پوهنځیو محصلانو ته د (HEMIS) سیستم ترسرلیک لاندې د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر شول.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو چارو آمریت له لوري د نهه ګونو پوهنځیو محصلانو ته د (HEMIS)   سیستم ترسرلیک لاندې د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر شول.

دوشنبه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳۱
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د کمپیوټر ساینس پوهنځي لومړي ټولګي محصلانو ته د (اغېزمنې او ګټورې مطالعې) تر سرلیک لاندې ځانګړی یو ورځنی سمینار دائر شو.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د کمپیوټر ساینس پوهنځي لومړي ټولګي محصلانو ته د (اغېزمنې او ګټورې مطالعې) تر سرلیک لاندې ځانګړی یو. . .

BACK TO NEWS