طب پوهنځی ریس

د طب پوهنځی رئيس لنډه پېژندنه

 

پوهنيار محمد شریف فرقانی

د طب پوهنځی رئيس

drsharifforqani87@gmail.com

drsharif.forqani@pu.edu.af

 

ښاغلی الحاج پوهنیار ډاکټر محمد شریف فرقاني د میرزا محمد زوی د عمر خان لمسی په ۱۳۵۳ ل کال د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند د بالاده کلي په یوه دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

په ۱۳۹۲/۱۱/۱۷نېټه د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي داخله څانګه کې د رسمي استاد په توګه مقرر شو. نوموړي  په یاد پوهنځي کې د تدریس تر څنګ پوره درې کاله د داخله ډیپارټمنټ آمریت چارې هم پرمخ بیولې. ډاکټر فرقاني د طب په برخه کې د غوره چوپړ څخه وروسته په ۱۳۹۹ل کال د ولسمشر په حکم د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي د رسمي رئیس په توګه وټاکل شو.

او تر دې دمه يې په پوهنځي  کې بېلابېل مضامين لکه داخله ، داخله اطفال ،وقایه او ایندکراینولوژی تدریس کړي دي. د تدريس او رياست په څنګ کې نوموړی د پوهنځي د ځینو کمېټو ( د علمی شورا،ستراتیژیک،نوروپلانونو او ازموينو) مشري هم په غاړه لري، او د پوهنځي او پوهنتون په ځېنو نورو کمېټو کې هم فعال غړيتوب لري.