پکتیا پوهنتون کرنی پوهنځی
پکتیا پوهنتون کرنی پوهنځی
پکتیا پوهنتون په ۱۳۸۲ لمریز کال کی ایجاد شو او له ایجاد سره سم پکی د کرنی پوهنځی پرانیستل شو، چی د څو کلونو په اوږدو کی یی د باغداری، اګرانومی، ځنګلونو او طبعی منابعو، حیوانی علومو، کرنیز اقتصاد، او د نباتاتو د ساتنی له څانګو څخه سلګونه کسان فارغ کړی دی، چی په بیلا بیلو ادارو او نهادونو کی په کار بوخت دی.
داچی په افغانستان کی د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره معاصری تکنالوژی او پوهی ته ضرورت دی نو د پکتیا پوهنتون، کرنی پوهنځی اداره او علمی کادرونه هم د خپل هیواد د خودکفایی، اقتصادی پرمختګ او نورو ملی اهدافو ته د رسیدو په خاطر فعالیت او هلی ځلی کوی.
د کرنی پوهنځی مرامونه:
۱ – ټولنی ته د مسلکی کسانو وړاندی کول
۲ – د هیواد اقتصادی پیاوړتیا
۳ – له دودیز حالت څخه عصری حالت ته د کرنی او مالداری د وضعیت بدلون
۴ – د هیوادوالو د ژوند ښه والی او سوکالی
۵ – د وزګارتیا مخنیوی او کاری زمینی برابرول
د کرنی پوهنځی موخی:
۱ - د زده کړی مناسب چاپیریال رامینځته کول
۲ – ټولنی ته د مسلکی او علمی کادرونو وړاندی کول
۳ – د ټولنی اقتصادی پرمختګ
۴ – د کرنیز سکتور پیاوړتیا
۵ – د هیواد، سیمی او نړی په کچه د کرنیزو توکیو تولید او له کرنیز پلوه د ګران هیواد افغانستان ځان بساینه
۶ – له موجوده منابعو سالمه ګټه اخیستنه او د ژوند چاپیریال ساتنه
د کرنی پوهنځی اداره:
د کرنی پوهنځی د ريیس، مرستیال، ۳۹ علمي کادرونو، فارم، تدریسي او اجرائيه مدیرصاحبانو، لابرانت او يو تن شب باش یو د فارم دهقان دوه ساتونکي او یو دروازه بان لرونکې دی کوم چې په خورا صمیمانه ډول هڅه کوي تر څو کارونه یې ښه منسجم واوسي.
ډاډه وایو چې د ادارې ټول پرسونل د کرنې پوهنځي د بهبود په هڅو کښې دي