پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.
پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیا پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي صفت الله حقاني، د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ، له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د پروژې چارې د ټاکلې مودې، تخنیکي معیارونو او مطلوب کیفیت په پام کې نیولو سره بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم په پکتیا پوهنتون کې د لومړي بلاک د شپږ پوړیزې ودانۍ او د فاضله اوبو د تصفیې څاه د جوړولو چارې د ۲۶ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت پیل شوې، چې اوس یې چارې په معیاري او چټک ډول روانې دي.
نیټه دوشنبه:
۱۴۴۸هـ.ق، د محرم الحرام ۲۰مه
۱۴۰۵هـ.ش، د سرطان ۱۵مه
