پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې
پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې
نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې.
پکتیا کې د کانکور ازموینې پروسه چې د پکتیا پوهنتون د رهبري او د مرکز کابل څخه د ازموینې عمومي ادارې د راغلي هیئت تر بشپړ څار لاندې وه، مسؤلین یې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکوي.
د یادونې وړ دی، چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم په پکتیا کې زرګونه تنه د کانکور ازموینې برخوال او ګډونوال ول، چې په دوو پنجشنبه او جمعې ورځو کې ترې ازموینه واخیستل شوه.
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
