۱۴۴۵/۷/۲ پکتيا پوهنتون

pu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۲:۵۶

۱۴۴۵/۷/۲ پکتيا پوهنتون

یکشنبه د ستراتیژیک پلان کمېــټې نوبتي ناسته د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم تر مشــرۍ لاندې د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې دایره شوه.

ناسته کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي، د پوهنځیو رئیسانو او د کمېټې غړو استادانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم  د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

ورپسې د علمـــــــــــــي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د ستراتیژیک پلان نوبتي ناستې ګډونوالو ته ښــــــه راغلاست او هر کلی وویلو او د کمېټې له غړو څخه یې وغوښتل چې هڅه دې وکړي، ټولې چارې په خپل وخت او ژر ترسره کړي.

ښاغلي مسلم همدارنګه د ستراتیژیک پلان په برخه کې د ټولو پوهنځیو او څانګو مسؤلین خپلو دندو ته متوجې کړل او ورڅخه یې د لا ښه او چټک کار کولو هیله هم څرګنده کړه.

 

 وروسته له اجنډا ســـــره سم د تېر ستراتیژیک پلان پر تطبیقي راپور، نوي ستراتیژیک پلان پر لومړنیو مراحلو او د هغه لپاره د کمېټو پر ترتیب او یو شمـــــــــېر نورو مسایلو هم بحث وشو او د ځینو موضوعاتو پر سر لازم تصامیم هم ونیول شول.

 

نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۸:۳۲
Background image

پکتیا پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

اقتصاد پوهنځي؛

ادارې او تشبثاتو څانګه (۱) بست

 

کمپیوتر ساینس پوهنځی؛

معلوماتي سیستمونو څانګه (۱) بست

شبکې انجینري څانګه (۱) بست

 

ښوونې او روزنې پوهنځی؛

اموزش کمپیوتر څانګه (۱). . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۸:۵۴
Background image

د پکتیا پوهنتون پر محصلینو د دعوت او ارشاد آمریت بروشور ووېشل شول.

چهارشنبه د روان هجري قمري کال محرم الحرام میاشتې په (۲۵)مه د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت اړوند د محصلینو د دعوت او ارشاد کمېټې له لوري محصلینو ته د عامه پوهاوي په موخه  (په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۹:۳
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند د تعمیراتو د ترمیم کولو حفظ او مراقبت قرار داد اعلان!

د پکتیا پوهنتون اړوند د تعمیراتو د ترمیم کولو حفظ او مراقبت قرار داد اعلان

BACK TO NEWS