ترټولو غوره صدقې شعار لاندې (د نیالګیو کښېنولو کمپاین) په پوهنتون کې پیل کیږي!

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۲:۲۷

 

ترټولو غوره صدقې شعار لاندې (د نیالګیو کښېنولو کمپاین) په پوهنتون کې پیل کیږي!
پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې محصل ښاغلي مطیع الله د پوهنتون د سر سبزي لپاره د مېوه لرونکو ونو (بادام، شپتالو او مڼو) د (۱۱۰) نیالګیو همکاري له پکتیا پوهنتون سره وکړه، چې د پوهنتون اداره یې دا چاره ستایي او د نوموړي له احساس څخه د زړه له تله مننه کوي. موږ د پکتیا ولایت له ټولو اتلو ولسونو، درنو وکیلانو، خدایي خدمتګارو مدني ټولنو، قدرمنو استادانو او زړه ته رانږدې محصلانو چې څنګه یې په تیر کې پکتیا پوهنتون ته په مختلفو برخو کې لاس ورکړی وو، چې سرسبزي هم پکې شاملیږي یو ځل بیا دا غږ کوو، چې د پوهنتون چاپیریال د لا ښکلا لپاره خپلې مرستې همکارۍ ونه سپموي او د کوچني افغانستان (پکتیا پوهنتون) په شنه کولو کې خپل ملي رسالت ادا کړي. موږ مو تل د احسان پوروړي یو دا ستاسو د هڅو او همکاریو برکت ده، چې پکتیا پوهنتون ورځ تر بلې د پرمختګ په لورې ګړندي ګامونه اخلي.
د ولایت مقام د اداري مجلس پریکړې په بنسټ باید هر دولتي کارمند یو یو نیال په خپله اداره کې کښېنوي؛ نو دېته په کتو له ټولو قدرمنو استادانو او درنو کارمندانو غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې د تېر په څیر یو ځل بیا د خپل کور په سرسبز کولو کې همکاري وکړي.
د یو زرغون او سولې څخه برخمن افغانستان لیدو په هیله

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS