د کرنې پوهنځي ریس پیژندنه

د کرنې پوهنځي د رئیس ژوندلیک – پکتیا پوهنتون

لنډه پېژندنه

نوم: پوهنمل دکتور محمد داود احمدزی

تحصیل درجه: دکتور

دنده: د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې استاد او د کرنې پوهنځی رئیس

ایمیل ادرس: dahmadzai@yahoo.com

تماس شمېره: 775555783-93+, 784666951-93+

ښاغلی پوهنمل دکتور محمد داوود احمدزی د محمد رفیق زوی په ۱۳۶۴ هـ ش کال کې د لوګر ولایت، د محمدآغې ولسوالۍ، د سرخ‌آب په کلي کې زیږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د کډوالۍ په مهال د پښتونخوا په حضرت قیس بن سعد (رض) عالي لیسه کې په اعلی درجه بشپړې کړې. دغه تجربه یې د زده کړو په برخه کې ژمنتیا او استقامت لا پسې پیاوړی کړ.
ښاغلي احمدزی د خپلې کورنۍ د مهاجرت پر مهال د زده کړو په شرایطو کې له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو د علم او پوهې لپاره یې هیڅکله له هڅو لاس نه دی اخیستی. هغه د ثانوي زده کړو وروسته د افغانستان د کانکور ملي ازموینې په بریالیتوب سره تېره کړه او د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي ته ومنل شو.
په ۱۳۸۳ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړه پیل کړه. په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې څخه د لوړو نمرو سره فارغ شو او د خپلې علمي وړتیا او ژمنتیا له امله خپلې زده کړې په عالی درجه سره بشپړې کړې.
ښاغلي محمد داود احمدزی تر فارغېدو وروسته د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګه کې د مرستیال استاد په توګه دنده پیل کړه. نوموړی د تدریس، نصاب جوړونې، څېړنې ، د محصلینو په روزنه او د پوهنځي د علمي پرمختګ لپاره یې مهمه ونډه درلوده.
د علم د لا پسې لوړتیا لپاره، ښاغلي احمدزی د آزادې سیالۍ له لارې ماسټري پروګرام لپاره په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې هندوستان ته لاړ او په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې یې د ماسټري سند په بریالیتوب سره ترلاسه کړ. د ماسټري په موده کې یې څېړنیز مهارتونه، د کرنیزو ستونزو د حل لارې، او د نوښتګرې زده کړې مهارتونه پراخ کړل.

د کرنې پوهنځی استادانو او پوهنتون رهبري په غوښتنه، نوموړی په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د کرنې پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو. په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې د دوکتورا پروګرام لپاره هندوستان هېواد د جناګډ کرنیز پوهنتون ته ومنل شو، چې په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې یې د دوکتورا سند په بشپړه بریا ترلاسه کړ. له ستنېدو وروسته، په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې د آمر په توګه وټاکل شو.
دکتور احمدزي د کرنې پوهنځي د رئیس په توګه نه یوازې د ادارې چارې په مسلکي ډول پرمخ وړي، بلکې د تدریس، څېړنې، او د پوهنځي د علمي او اداري کمېټو په چارو کې فعاله برخه لري. نوموړی د علمي نصاب د پراختیا، د څېړنیزو پروژو د پیل او د محصلینو د روزنې په برخه کې د پام وړ کارکردګي لري.

ښاغلي  احمدزي د تدریس او اداري چارې تر څنګ په ملي او نړیوالو علمي مجلو کې ګڼې څېړنیزې او علمي مقالې خپرې کړي دي. د هغه علمي کارونه د زده‌کوونکو، څېړونکو او د کرنې د عملي برخې لپاره د مهمو سرچینو په توګه ګڼل کېږي.


دکتور احمدزي د کرنې پوهنځي په مشرۍ کې د علمي پروګرامونو پراختیا، د څېړنې ظرفیت لوړتیا او د دولتي او غیر دولتي ادارو سره مؤثرې همکارۍ رامنځته کړې دي. نوموړی ژمن دی چې د افغانستان د راتلونکي کرنیزو متخصصینو مهارتونه لوړ کړي، د هغه د رهبرۍ فلسفه د صداقت، علمي ازادۍ، ګډ کار او نوښت پر بنسټ ولاړه ده.

ښاغلی پوهنمل دکتور محمد داوود احمدزي د علم، څېړنې او ادارې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. نوموړی د کرنې پوهنځي د علمي لوړتیا او پرمختګ لپاره اوږدمهاله لید لري او د افغانستان او سیمې په کچه د کرنې د زده کړو او څېړنې د یوې غوره ادارې د جوړولو لپاره هڅې کوي.