د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي صاحب نداء محمد ندیم د پکتیا پوهنتون له رهبري، استادانو او اداري کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته وکړه.

pu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۹:۱۳

د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ  الحدیث مولوي صاحب نداء محمد ندیم د پکتیا پوهنتون له رهبري، استادانو او اداري کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته وکړه.

د ۱۴۴۶کال، شعبان میاشتې په ۱۲مه، د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي صاحب نداء محمد ندیم د پکتیا پوهنتون له رهبري، استادانو او اداري کارمندانو سره د همغږي ګډه ناسته وکړه.

د همغږي په دغه جوړه شوې ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي صاحب نداء محمد ندیم سربېره د پکتیا پوهنتون، پکتیا دیني جامعې رهبري، استادانو او کارمندانو  برخه درلوده، پيل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب او د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او د لوړو زده کړو وزارت له قدرمن وزیر صاحب څخه یې مننه وکړه، چې له دومره ستړیو او مصروفیتونو سره سره بیا هم له پوهنتونونو او جامعو څخه بار بار څارنه او نظارت کوي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت قدرمن وزیر صاحب شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب هر اړخیزه علمي وینا وکړه.

د لوړو زده کړو قدرمن وزیر صاحب شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د خبرو پر مهال د ناستې له ټولو برخوالو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره د مجلس برخوال دي.

قدرمن وزیر صاحب لومړی د انساني کرامت او دا چې انسان څنګه ځان له ګناهونو څخه ځان ساتلی شي علمي بحث او وینا وکړه او د ناستې برخوال یې وهڅول، چې کوشش باید دا وشي، څو له ګناهونو څخه چې د انسان د دنیا او اخیرت د بدمرغیو سبب ګرځي ځانونه وساتو.

قدرمن وزیر صاحب همدارنګه د خبرو پر مهال په حکومت او نظام کې د هر ارګان دنده، مسولیت جلا یاد کړل، خو په ټولو کې یې د لوړو زده کړو وزارت دنده او مسؤلیت مقدس یاد کړل، پر وینا یې دا ځکه چې دوی د هېواد او خاورې بچیان روزي.

قدرمن وزیر صاحب پر خبره دا چې خلک وایي په هېواد کې د کار فرصت او موقع نشته دا هسې ګنګوسي دي، مونږ دلته خپل هېواد کې ډېر کاري فرصتونه لرو او باید ورته پر کار پوه او مسلکي اشخاص و روزل شي.

قدرمن وزیر صاحب استادانو ته په خطاب سره وویل د استادانو د تقرر په برخه کې اوږده پروسه یې اوس اسانه او ډېره ساده کړې، چې د وخت د ضایع کېدلو مخنیوی پکې شوی دی او همدارنګه یې په تحصیلي نظام کې د بهبود په موخه د استادانو سالمې مشورې لازمي وګڼلې.

د همغږي دغه ناسته د استادانو او برخوالو له لوري له قدرمن وزیر صاحب سره د نظریاتو او غوښتنو په شریک کولو او دعائې ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه (۱۷۹) تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

 شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۱۳مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۶
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د ستراتیژیک پلان د تدوین او څارنې کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۷مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې دوهمه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، د. . .

BACK TO NEWS