د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د اړوند کارمندانو سره ګډه ناسته وشوه.

pu_admin
Sun, Sep 21 2025 2:14 PM
mmmhhh

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د اړوند کارمندانو سره ګډه ناسته وشوه.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۸مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۳۰)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د اړوند کارمندانو سره ګډه ناسته وشوه.

لومړی د محصلانو خدمتونو او همغږي آمر نصرالله ظهیر د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او د آمریت اړوند له ټولو کارمندانو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې تل یې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په ښه ډول ادا او ترسره کړي دي.

وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو لکه: د رواني مشورې ورکولو مرکز له لوري په پوهنځيو کې د سمینارونو پر ښه تنظیم کولو، د کارموندنې مرکز له لوري د فارغ التحصیل محصلانو د شهرتونو پر ژر ترتیب، فارغ التحصیل محصلانو ته د کارموندنې په موخه د بهرنیو اما/رتي او خصوصي ادارو له مسؤلینو سره پر ناسته او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS