د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو چارو آمریت له لوري د نهه ګونو پوهنځیو محصلانو ته د (HEMIS) سیستم ترسرلیک لاندې د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر شول.

pu_admin
Tue, Oct 28 2025 11:16 AM
hhhee

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو چارو آمریت له لوري د نهه ګونو پوهنځیو محصلانو ته د (HEMIS)   سیستم ترسرلیک لاندې د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر شول.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی الاول میاشتې ۵مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال عقرب  میاشتې له ۵مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو چارو آمریت له لوري د نهه ګونو پوهنځیو د لومړي ټولګي محصلانو ته د (HEMIS)   سیستم ترسرلیک لاندې د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر شول.

د پوهنتون محصلانو چارو معاونیت مسؤلین دا ډول سمینارونه د محصلانو لپاره خورا مهمې یادوي، چې پر اساس یې محصلان  هغه معلومات چې په څلور کلن تحصیلي مزل کې ورته مهم دي تر لاسه کوي او پر خبره یې هڅه یې دا دی، څو د لومړيو ټولګيو محصلانو ته ورته نورې د عامه پوهاوي برنامې هم دائرې کړي.

بل خوا د پوهنتون هغه محصلان چې په دغو سمینارونه کې یې ګډون کړی، خوښ دی او پر خبره یې تر ډېره د (HEMIS) سیستم په اړه  چې دوی تر دې وړاندې پرې هیڅ نه پوهېدل اوس پوه شوي دي او کولای شي په سیستم کې ورته متوجې مسؤلیتونه پکې ترسره کړي

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS