د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

pu_admin
Sun, Apr 19 2026 2:38 PM
ال

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د حمل میاشتې له (۲۹) مې نېټې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري ددې معاونیت اړوند آمریتونو او عمومي مدیریتونو له مسؤلینو سره د چارو ښې سمبالتیا په موخه ګډه ناسته وشوه.

د ناستې په پیل کې د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د پوهنتون له شته الکترونیکي وسایلو څخه پر دوام داره څارنې،  له انټرنیټ څخه د محصلانو پر سالمې استفادې، دندو او چارو ته په ښې رسېدنې باندې له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

وروسته ناسته کې پر یو لړ موضوعاتو لکه د مراسلاتو په برخه کې له دقت څخه پر کار اخیستنې، د دفتري چارو پر لا منظم کولو، د پوهنتون چاپېریال په ښې ساتنې او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

Latest news

Tue, Nov 11 2025 10:55 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ستونزو تشخیص او ورته د حل لار موندلو عمومي کمېټه جوړه او لومړنۍ ناسته یې دائره شوه.

پکتیا پوهنتون کې د ستونزو تشخیص او ورته د حل لار موندلو عمومي کمېټه جوړه او لومړنۍ ناسته یې دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی الاول میاشتې ۱۹مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴. . .

BACK TO NEWS