پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Feb 28 2022 12:01 PM

 

پکتیا پوهنتون

د رئیس الوزرا ملا حسن اخند د ځانګړي حکم پر اساس د پکتیا پوهنتون دریو پوهنځیو ته نوي رئیسان وټاکل شول.

۱: پوهنیار عبدالله مسلم د ښوونې او روزنې پوهنځۍ د رئیس په توګه

۲: پوهنیار عبدالمتین جلیلي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ د رئیس په توګه

۳: پوهنیار رحیم الله داوودزی د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ د رئیس په توګه

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده سه شنبه د سلواغې په ۲۷ مه د نویو ټاکل شویو رئیسانو د معرفي پر مهال وویل: ادلون بدلون د ادارې اصل دی، د پخوانیو رئیسانو بدلون دا معنا نه لري چې هغوی کار نشوای کولای یا یې کار نه دی کړی، بلکې د چارو د لا ښه ترسره کیدو په موخه مشران نوې ګمارنې کوي.

نوموړي له پخوانیو رئیسانو څخه د زړه له تله مننه وکړه او نویو ټاکل شویو رئیسانو ته یې په چارو کې دبریالیتوب هیله څرګنده کړه او هغوی ته یې د بشپړې همکاري ډاډ ورکړ.

عامه اړیکو او نشراتو لوی مدیریت

Latest news

Mon, May 11 2026 2:37 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

د پکتیا پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ته د (سټار سافټویر په مرسته د ارقامو تحلیل) تر سرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شو.

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۲۳) نېټه،. . .

BACK TO NEWS