د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۱ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Mar 15 2022 2:06 PM
aa

د ۱۴۰۰ کال، کب ۲۱ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون استادان او محصلین د تشدیدي سمستر درسونه ګټور بولي.

د ښوونې او روزنې پوهنځۍ رئیس پوهنیار عبدالله مسلم وایي،له دومره زیاتو ستونزو سره سره څومره چې دوی له استادانو او محصلینو هیله درلوده، تر هغه څو چنده زیات درسونه په ښه او منظم شکل جریان لري.

نوموړی وایي سره له دې چې سمستر لپاره ټاکل شوی وخت ډېر کم وه او بله دا چې د انجونو او هلکانو ټولګي جلا شول، خو دوی د استادانو په زیار او هڅو سره وکولای شول، چې د تشدیدي سمستر درسونه په ښه شان پر مخ بوځي.

د ښوونې او روزنې پوهنځۍ پښتو څانګې امر پوهنمل کمال الدین کمال په خپلو خبرو کې وویل داسي څه نشته چې د دوی او زده کړیالانو د د درس مخه دي ډب کړي.

څو تنو زده کړیالانو د پکتیا پوهنتون نشراتو له مسؤل سره په خپلو خبرو کې وویل درسونه یې د سمستر د پیل ورځې څخه، پرته له کومې وقفې په منظمه توګه تعقیب کړي او د پخوا په پرتله د محصلینو او استادانو لیوالتیا د درس او تدریس لپاره زیاته شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دوه اونۍ وړاندې د لوړو زده کړو وزارت له پرېکړې سره سم د کب په ۷مه نېټه د سرد سیره ولایتونو پوهنتونونه پیل شول او راتلونکي هجري کال حمل میاشتې له لومړیو څخه به یې د سمستر وروستۍ ازموینې هم واخیستل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

Mon, Apr 27 2026 8:45 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

پکتیا پوهنتون کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوه

په دې پروژه کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو پر ارزښت د (۸۰۰) کیلو واټه برېښنايي. . .

BACK TO NEWS