پکتیا پوهنتون د (۹) میلیونه افغانیو پر ارزښت الکترونیکي وسایل د یوه قرارداد له مخې خریداري کړل.
پکتیا پوهنتون د (۹) میلیونه افغانیو پر ارزښت الکترونیکي وسایل د یوه قرارداد له مخې خریداري کړل.
سه شنبه د ۱۴۴۶ کال جمادی الثاني میاشتې په ۱۵مه، پکتیا پوهنتون د (۹) میلیونه افغانیو په ارزښت الکترونیکي وسایل چې لپټاپ او ډېسک ټاپ کمپيوټرونه، پرینټرونه، LCD سکرینونه، سونډ سیستم، امنیتي کامرې او د مالوماتي ټکنالوژي اړوند وسایل پکې شامل دي، د یوه قرارداد له مخې خریداري کړل.
د پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال سیف الله محمدي پر خبره د الکترونیکي وسایلو له دې خریداري سره به یې د الکترونیکي وسایلو په برخه کې د پوهنتون شته ستونزې تر ډېره حل او اداري چارې به یې ورسره لا چټکې او ګړندۍ شي.
د یادونې وړ دی، چې تر دې وړاندې هم پوهنتون د میلینونو افغانیو پر ارزښت فارنیچر چې چوکۍ، میزونه، المارۍ، کوچونه، سټېجونه او ځیني نور د اړتیا وړ توکي پکې شامل و خریداري کړل.