د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

pu_admin
Sun, Mar 16 2025 1:21 PM
Tr

د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، رمضان میاشتې په ۱۶مه، د پکتیا پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمېټې نوبتي ناسته دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د کمېټې غـــــــــــــړو استادانو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو برخوالو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره تل د کمېټو په ناستو او مسائلو کې پوره فعاله برخه اخلي.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو لکه: د تېرو ناستو د پرېکړو پر تعقیب، د مالي او تدارکاتي کمېټې لپاره د ۱۴۰۴ کال لپاره د عملیاتي پلان پر جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې هم وشوې.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS