د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت ترچتر لاندې اداري ناسته ترسره شوه.

pu_admin
Thu, Apr 17 2025 8:26 AM
aw

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت ترچتر لاندې اداري ناسته ترسره شوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال شوال المکرم میاشتې په ۱۸مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال حمل میاشتې له ۲۸مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت ترچتر لاندې اداري ناسته ترسره شوه.

ناسته کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي سربېره د پوهنتون د بېلا بېلو اداري برخو آمرینو او کارمندانو برخه درلوده، پيل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د ناستې ټولو برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو اداري کارمندانو څخه یې مننه وکړه، چې ورسره په اداري مجلسونو او غونډو کې تل فعاله ونډه اخلي.

ښاغلي محمدي د پوهنتون پرمختګ او ترقي لپاره کار کول د ټولو ګډ مسولیت یاد کړ او پر خبره یې د دوی ټولو هڅه دا دی څو پوهنتون ته وده او پرمختګ ورکړي.

مالي او اداري چارو مرستیال پر خبره لکه څرنګه یې چې پوهنتون ته د زون په سطحه د یو شمېر چارو او فعالیتونو مسؤلیت ورسپال شوی کوښښ باید دا وکړي، چې په اداري برخه کې هم غوره خدمات وړاندې کړي.

وروسته اداري ناسته کې له اجنډا سره سم په اداري برخه کې پلانونو ته پر پاملرنې، د اداري چارو پر ښه انسجام، د پوهنتون شنو ساحو ته په بشپړې پاملرنې، د تېرو ناستو د پرېکړو پر تعقیب او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Sun, May 03 2026 3:48 PM
Background image

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیا امارتي او کاتب خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۱۶) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له (۱۳) مې نېټې. . .

Tue, Apr 28 2026 2:44 PM
Background image

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

د خالي اداري بستونو خبرتیا!

پکتیا پوهنتون کار اهل ته د سپارلو په موخه د خپل تشکیل اړوند دوه خالي اداري بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري، په شرایطو برابر نوماندان کولای شي،. . .

BACK TO NEWS