د تسلیت او خواخوږۍ پيغام
د تسلیت او خواخوږۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې
د پکتیا پوهنتون د انجینیري پوهنځي ځوان او تکړه استاد، پوهنیار عبدالحلیم ادمخېل ، د ټرافيکي پېښې له امله په شهادت رسېدلی دی.
اِنَّا لِله وَ اِنَّا اِلَیْهِ رَاجِعُون!
د پکتيا پوهنتون رهبري، استادان او کارمندان د مرحوم استاد مړینه یوه لویه ضایعه بولي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته د جنت الفردوس او د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او ټول اکاډميک کهول ته د جميل صبر هيله کوي.
د نشراتو او عامه پوهاوي مديريت